زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د ورزش امريت په مالي ملاتړ د واليبال فدراسيون له لوري په مرکز قلات ښارکې د اوو لوبډلو ترمنځ د" ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې اته ورځې به دوام وکړي د پيل لوبه يې د شيخ متي"ب" او ولايتي روعتون "ب" لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د شيخ متي "ب" لوبډلې د ٢-٠ ميدانونو په توپير خپل سيال ته ماتې ورکړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول دي.