زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۹:۳۳
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د ارغنداب، شاجوی، ميزانې، خاک افغان او سيوري ولسوالۍ د ۳۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې‌.

يادې سيالۍ د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او نېزه وهنې فدراسيون د مسوول په همغږۍ د يونسیف موسيسې په مالي ملاتړ ترسره شوې او موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او پوليو واکسين ته کمپاين و.

دغو سياليو، چې يوه ورځ یې دوام وکړ، په پايله کې شاجوی ولسوالۍ لومړی، ارغنداب ولسوالۍ دويم او د خاک افغان ولسوالۍ نېزه وهونکو درېيم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه‌ وي، چې په دغو سياليو کې زرګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS