زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۵
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار م.لا اورنگ سيمه کې د درېيو لوبډلو د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د سپينې غبرگي، بازار او باوړيو لوبډلو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې سپينې غبرگي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره پهلوانانو ته ستاينليکونه او ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS