زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سانبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سانبو کورش سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو کټګورۍ په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې موخه يې د ياد ورزش وده او همدارنګه د ورزشکارانو د ظرفيت لوړول ياد شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو لومړی مقام د علي احمد کلب خپل کړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ياد ولايت د ورزشي مسوولينو له لوري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.