زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز قلات ښار په ازادۍ پارک کې د بازار او صحرا لوبډلو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې د صحرا لوبډلې ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.