زابل؛ په مرکز قلات کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډی سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د زابل ولایت په مرکز قلات سهراني سیمه کې د دوو لوبډلو د ۵٠ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د بازار او سحرا لوبډلو ګډون کړی و، چې په پايله کې د بازار لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
