زابل ، قلات ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزني او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبودمدریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د استاد احمد الله او استاد همراز د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد احمد کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
