زابل کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۷
زابل کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې نادر خان زابلي کلب لومړي، عبدالودود دويم او عبدالغفور کلب ورزشکارانو بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS