زابل کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کيک جيتسو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۱۲ ولايتونو د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پایله کې زابل لومړی، هرات دويم او غزني ولايت بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د کيک جيتسو ورزش ته وده ورکول او ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو او په پای کې د غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.