ستاره لب رود لوبډلې د خوښۍ ولسوالۍ د فوټبال غوره لیګ د سیالیو اتلولي وګټله

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۹:۱۷
ستاره لب رود لوبډلې د خوښۍ ولسوالۍ د فوټبال غوره لیګ د سیالیو اتلولي وګټله

دغه سيالۍ د لوګر ولايت د خوشي ولسوالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې چې د ستاره لب رود ټيم په بريا سره پاى ته ورسيدې .

د دې سیالیو په پای لوبه د خوشي عالي لېسې په لوبغالي کې ترسره شوه چې د ستاره لب رود او یازده ستاره لوبډلو له یوبل سره سیالي وکړه، چې د ستاره لب رود لوبډلې د ۳-۱ په پایلې سره سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.

په پای کې د شاهین توتک لوبډلې د اخلاقو کپ وګاټه، له بلې خوا د ستاره لب رود لوبډلې لوبغاړی حشمت الله سلطاني د لوبو غوره لوبغاړی، د خورشید لوبډلې څخه مصطفی فضلي د ټورنمنټ غوره ګول وهوونکی او فیصل صدیقي د خورشید لوبډلې څخه د دې سیالیو غوره ګول ساتونکی ونومول شو.

د لوګر د فوټبال فدراسیون د مشرتابه له خوا د خوښۍ ولسوالۍ د فوټبال مشر غلام عباس خوشیوال هم د هغه د ښو خدمتونو له امله وستایل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۹
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز متون اړوند لکڼو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د جمال سوله ييز جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ په سرخت کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا؛ په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ الواړي ځنګلیز میدان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS