سرپل؛ په مرکز کې د ټیپ بال کرکټ سیالۍ د خارکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۹:۲۸
سرپل؛ په مرکز کې د ټیپ بال کرکټ سیالۍ د خارکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سرپل ولایت په مرکز کې د ورزش آمریت له لوري د ټیپ بال کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د خارکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

پایلوبه د خارکش او د ملکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د خارکش لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ټیپ بال کرکټ ورزش ته وده ورکول وه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS