سمنګان؛ ايبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۱:۸
سمنګان؛ ايبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ايبک ښار کې د ( ژمي ) جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندهاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کندهاري لوبډلې خپلې سيالې ريحان لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د سمنګان ولایت ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱
Background image

پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

BACK TO NEWS