سمنګان؛ په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د فوټسال خزاني جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او فیروز نخچیر ولسوالۍ د فوټبال استازولۍ په همغږي د خزاني جام په نوم د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د ستاره نوین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د فیض آباد ځوانانو او ستاره نوین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ستاره نوین لوبډلې د ۵-۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه سوله او د ځوانانو او ورزش کارانو ترمنځ یووالی ښودل شوی دی.
