سمنگان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د درخشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۱۴
سمنگان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د درخشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د درخشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې درخشان لوبډلې خپلې سیالې فرزاد لوبډلې ته د ۳/۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

زابل؛ غزنويان لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د "اتحاد جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د غزنويان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS