عظمت الله عمرزی د کرېکټ ټولچارو لوبغاړو په تازه ډلبندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۲۳:۴۹
عظمت الله عمرزی د کرېکټ ټولچارو لوبغاړو په تازه ډلبندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري ( الراونډر ) لوبغاړي عظمت الله عمرزي د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د یو ورځنیو سیالیو په تازه ډلبندۍ کې د ټولچارو لوبغاړو له منځه لومړی مقام خپل کړی دی.

په دغه ډلبندۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل پیاوړي ټولچاري لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل دویم او د زمبایوې کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سکندر رضا درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې محمد نبي عیسی‌خېل په دغه ډلبندۍ کې لومړی مقام درلود، چې اوس یې ځای عظمت الله عمرزي ونیوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۴
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په. . .

BACK TO NEWS