غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۴۸ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۲۵
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۴۸ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۴۸ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې احمد خان باوري لوبډلې د ۶۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، محمد انور اندړ لوبډلې د ۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او رحمت الله بیدار لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره نېزه وهونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په ګنبد حوزه کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د سامبو کورش ملي لوبډلې لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روان شول

د سامبو کورش ملي لوبډلې یو روزونکی او دوه لوبغاړي د ځوانانو اسیايي سیالیو درېیم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روان شول.

یادې سیالۍ، چې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو عمري کټګورۍ کې تر سره. . .

BACK TO NEWS