غزني؛ بزي ايلوان سټارز لوبډلې د آب بند ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۲
غزني؛ بزي ايلوان سټارز لوبډلې د آب بند ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د آب بند ولسوالۍ په بزي کلي کې د ۱۷ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د بزي ايلوان سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بزي ايلوان سټارز او رحمان کلا اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې بزي ايلوان سټارز لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته ۱۲۰ منډې هدف کېښود، رحمان کلا اتلانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۴۵ منډو په توپير یې بزي ايلوان سټارز لوبډلې ته ماتې ومنله.

دغه سيالۍ چې شاوخوا ۲۱ ورځې یې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS