غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د ستاره های قریه تاسن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۲۳:۴۵
غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د ستاره های قریه تاسن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون په استازولۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ الف سیالۍ، چې درې میاشتې مخکې ده یک ولسوالۍ په لویه باغچهء تاسن ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې د ستاره های قریه تاسن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه د ستاره های قریه تاسن لوبډلې او د الغازي لغباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې ستاره های قریه تاسن لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

د سیالۍ په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS