غزني؛ د خواجي عمري قلعه نو لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د غزني ولایت ولایت په خواجه ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خواجه عمري د قلعه نو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ، چې د خواجه عمري ولسوالۍ په آقاصي کلي کې ترسره شوې، ۱۲ لوبډلو له خواجه عمري او یوې لوبډلې د میدان وردګ له جغتو ولسوالۍ څخه پکې ګډون کړی و.
د سیالیو پایلوبه د قلعه ی نو لوبډلې او د میدان وردګ د جغتو لوبډلو ترمنځ وه، چې د ۳-۰ په توپیر د قلعه ی نو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د ټورنمنټ موخه د خواجه عمري د کلیو ترمنځ یووالی او د والیبال لوبغاړو هڅول دي.
په پای کې د غزني د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري په غوره لوبډلو کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ووېشل شول.
