غزني؛ د دهیک د والیبال حذفي جام سیالۍ د سید حاجي رامک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د دهیک د بېلابېلو کلیو د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د حاجې رامک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ چې د رامک مکتب په میدان کې ترسره شوې،په پای لوبه کې د سید حاجي رامک لوبډلې د رامک پیروزي لوبډلې ته د ۳/۰ په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د دې سیالیو په پای کې د ورزش د ادارې د استازي له خوا په ګټونکو لوبډلو کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه وویشل شول.
