غزني؛ د دیار سنایي غرختنې یوولس کسیزه لوبډله د زنخان ولسوالۍ غرونو ته وختله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۱:۳۸
غزني؛ د دیار سنایي غرختنې یوولس کسیزه لوبډله د زنخان ولسوالۍ غرونو ته وختله

د غزني ولایت د بدني رونې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون له لوري په یاد ولایت کې د دیار سنایي غرختنې یوولس کسیزه لوبډله د زنخان ولسوالۍ غرونو ۲۷۲۶ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د یادې غرختنې موخه د غرختنې فرهنګ دودول، د غزني تاریخي او طبیعي ځایونو پېژندل، د سیلانیانو نړیواله ورځ نمانځل او راتلونکو سیالیو ته د غرختونکو چمتووالی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۷:۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۷:۷
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۷:۶
Background image

میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سیاب ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS