غزني؛ د ګیلان ولسوالۍ د کوچني اختر په مناسبت د والیبال سیالۍ د ازاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۱:۱۲
غزني؛ د ګیلان ولسوالۍ د کوچني اختر په مناسبت د والیبال سیالۍ د ازاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د والیبال سیالۍ، چې د روانې میاشتې په ۶مه نېټه پیل شوې وې، د ازاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او پایلوبې ته یې ازاد او چمبر والیبال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې ازاد والیبال لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو او ټورنمنټ غوره لوبغاړی محمد رسول و نومول شو.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS