غزني؛ رستګار لوبډلې د فوتسال رمضان جام سياليو اتلولي وګټله
د غزني ولايت د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د ورزش امريت په هغږۍ د دې ولايت د فوتسال کمېټې له لوري، د ١٦ لوبډلو ترمنځ د غزني مرکز په قلعه نو خواجه روشنايي جمنازيوم درې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې، د رستګار لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل ته د رستګار او او برادران قلعه نو لوبډلو لار وموندله، چې د رستګار لوبډلې خپل سيال ته ٥-٢ ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.
جمشید غزنوي د ١٦ ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي او خواجه علي لوبډلې د اخلاقو کپ تر لاسه کړل.
