غزني؛ سلطاني لېسې والیبال لوبډلې د جاغورو ولسوالۍ معارف جام سیالیو اتلولي وګټله

د معارف جام په نوم د والیبال دغه سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د جاغورو ولسوالۍ سنګ ماشې سیمې د جاغوري ستاره ګان جمنازیوم کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د سلطانۍ لېسې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې سلطاني لېسې او معارف لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د سلطاني لېسې لوبډلې له ۳-۱ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولي مقام یې خپل کړ. همداراز معارف او غوغه لوبډلې په ترتیب سره په دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او تقدیرنامې ورکړل شوې.