غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۴۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د قره باغ ولسوالۍ په کوربتوب د یاد ولایت له درېیوو ولسوالیو د ۴۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۱۵ سیکشن سبک کې د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د قره باغ ولسوالۍ نېزه وهونکو د ۵۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، اندړ ولسوالۍ نېزه وهونکو د ۵۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او قره باغ دویم لوبډلې نېزه وهونکو د ۴۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د نېزه وهلو لوبو ته د نېزه وهونکو هڅول او یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره نېزه وهونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.