غزني؛ مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ د شهادت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۳:۵
غزني؛ مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ د شهادت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني رونې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز کې لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د شهادت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایله کې شهادت لوبډلې د ۲۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او پیروز لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی نجیب الله، غوره ګول ساتونکی تمیم او له شهادت لوبډلې محمد فهیم غوره ګول وهونکی ونومول شو.

یادې سیالۍ د زون په کچه سیالیو لپاره د غوره لوبډلې د موندلو په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS