غزني؛ مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په منګور سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اميد صابري لوبډلې خپلې سیالې شاليز کلي لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د مرکز او ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.