غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۴۳
غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې همت لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې عرفان افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۷
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۵
Background image

د پارا پاورلفټنګ ورزشکار خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ

د پارالمپیک ملې کمېټې اړوند د پارا پاورلفټنګ ورزشکار دین محمد وزیري د ناګویا په پارا آسیایي سیالیو کې د ١٠٠ کیلو ګرام وزن په پورته کولو سره خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ.

ښا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لوی مانده لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS