غزني؛ واغظ لوبډله د واغظ ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتله شوه
د غزني ولایت د ورزش ادارې په همغږۍ د څلورو(واغظ، اندړ، جغتو او قریه قلاتي) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پیل شوې وې، د واغظ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای لوبه کې د اندړو لوبډلې د واغظ ولسوالۍ له لوبډلې سره سیالي وکړه، چې په پایله کې واغظ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱.۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو موخه د واغظ ولسوالۍ د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږۍ رامنځته کول ښودل شوي دي.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
