غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۲۰
غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ادرو بابا لوبډلې خپلې سیالې ګدول شمشیر لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS