غزني؛ په اندړو ولسوالۍ کې د سکېټ، جمناستيک او ووشو نندارې ترسره شوې
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په میري بازار کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ، جمناستیک او ووشو ورزشي نندارې ترسره شوې.
په یادو نندارو کې د سکېټ ۱۲ ورزشکارانو ، د جمناسټیک ۸ ورزشکارانو او د ووشو ۳۶ ورزشکارانو خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د دې نمایشاتو د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځ ته کول او د نشه یي توکو په وړاندې مبارزه وه .
په پای کې د غزني ولایت د ورزش مسوولینو له لوري ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
