غزني؛ په جاغورو ولسوالۍ کې د فوتسال روزونکو ته مقدماتي کورس ترسره شو
د افغانستان فوتبال فدراسیون د فوتسال کمېټې د فوتسال روزونکو ظرفيت لوړولو په موخه د افغانستان فوتسال مدرس اسدالله ازاد تر څارنې لاندې د غزني ولايت په جاغورو ولسوالۍ کې په دوو عملي او نظري برخو کې د فوتسال روزنيز مقدماتي کورس ترسره شو.
دغه کورس چې درې ورځې يې دوام وکړ د فوتسال ١٢ روزونکو پکې برخه لرله، چې موخه يې په غزني کې د فوتسال له اصولو او تمريناتو سره د روزونکو بلدتيا او د فوتسال لوبغاړو روزنه ده.
