غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرحوم حاجي محمد علي د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند په شهید یاسین کریمي کلب کې د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت په همکارۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ حاجي محمد علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې د مرحوم محمد علي او بلوداود لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالي وکړه چې په قانوني وخت کې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
وروسته بیا په پنالټي کې د محمد علي لوبډلې د ۳-۱ ګولونو په توپير سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره د محمد علي لوبډلې لومړی، بلودود دویم او د مقر ولسوالۍ د اتحاد لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
په پای کې د غزني د سپورت آمریت د استازي، د شهید یاسین لوبغالي د مسؤول له لوري غوره لوبډلو ته کپونه، د لومړي مقام لپاره ۵۰ زره افغانۍ، دویم مقام ته ۳۰ زره افغانۍ او دریم مقام ته ۲۰ زره افغانۍ چې د مرحوم حاجي محمد علي د زامنو له خوا په پام کې نیول شوې وې، ورکړل شول.