غزني؛ په سفنده کې د نېزه وهنې دودیزې سیالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۱:۱۹
غزني؛ په سفنده کې د نېزه وهنې دودیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د مرکز اړوند په اسفنده کلي کې د ۲۲ لوبغاړو ترمنځ د نېزه وهنې په زړه پورې دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د قره باغ، ګیرو، ده ولسوالیو او مرکز غزني لوبډلو برخه اخیستې وه او د یوې ورځ لپاره یې دوام وکړ .

په دې سیالیو کې د غزني ولایت د سپورت آمر حاجي بلال مجاهد هم ګډون کړی ؤ او لوبغاړي یې له نږدې وهڅول.

د سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅول او دودیزو لوبو ته وده ورکول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS