غزني؛ په نوغي کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د ورزشي آمریت په لارښوونه د دې ولایت مرکز د نوغي کلي په ورزشي میدان کې د لسو لوبډلو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
لومړنۍ سیالۍ د پنجه ستاره ها او جلالزی فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پنجه ستاره ها لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به ۱۲ ورځې دوام وکړي.