غزني؛ په ګيلان ولسوالۍ کې د فوټبال خزاني سيالۍ د بلاهیر لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې
دغزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ددې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په خاتکو سپورټي لوبغالي کې د فوټبال خزاني سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د بلاهیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
ددې لوبلړۍ پایلوبه د بازار اتلان او بلاهیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یاده سیالي د ۴/۰ په توپیر د بلاهیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو دترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي زیاتول وو، چې د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د فوټبال فدراسیون له لوري ستاینلیکونه، مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.
