غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن کلي ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږۍ پیل شوې.
د سیالیو په پیل لوبه کې لونګ او وارو لوبډلې سره مخ شوې، چې لونګ لوبډلې مقابله وارو لوبډله په ۰ـ۳ توپیر ماته او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ، چې موخه يې د ورزشکارانو ترمنځ همغږي او ورزش ته وده ورکول دي، ۱۵ ورځې به دوام وکړي.