غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختريزې سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت ورزشي امريت له لوري د ګيلان ولسوالۍ مرکز د جنده بازار په ورزشي لوبغالي کې د يادې ولسوالۍ له بېلا بېلو کليو د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د سرحد اتلانو لوبډلې خپلې سيالې پردل لوبډلې ته د ٣/٢ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د لوبغاړو هڅوول او د نېکمرغه لوى اختر نمانځل دي.
