غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ګروپ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جانان جمپر لوبډلې خپلې سيالې وړو لوبډلې ته د ۰/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالي رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
