غزني؛ ګیرو ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۲۲
غزني؛ ګیرو ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او د سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د ګیرو ولسوالۍ په شال کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ۲۲ سیکشنونو کې د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې محمد انور لوبډلې لومړی، ډاکتر عبدالمتین لوبډلې دویم او حاجي احمد شاه لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او دویم مقام ګټونکي لوبډلې ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS