غزني؛ گيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت لۀ لوري، د ياد ولايت په گيرو ولسوالۍ شوراب کلي کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مټا خان سټار او اتحاد لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې اتحاد لوبډلې، سيالې لوبډلې د ۲۴۰ منډو هدف کېښود، مټا خان لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او د ۵۶ منډو په توپير اتحاد لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ چې دوې اونۍ به دوام کړي، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه یي توکي پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.