غزني ؛ مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۳:۲۹
غزني ؛ مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د غرني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فولرزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مولا علي کلب څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه ورزشکاران د غزني ولایت د فولرزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د فولرزم منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

هرات کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کاراټې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کاراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له ننګرهار، غور او هرات ولایتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS