غزني کې د کوچیانو کاروان لوبډلې د فوټبال د الف لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د غزني ولایت د بدني ورزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د فوټبال په ورزشي سټډیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د کوچیانو کاروان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ چې په دوراني بڼه ترسره شوې، په پایله کې یې د کوچیانو کاروان لوبډلې د ۲۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او خورشید لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا دویم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د غزني ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د دوه لوبډلو د لار موندلو په موخه ترسره شوې او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولي جام او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.