غزنی؛ په ګیرو ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د احد اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۳
غزنی؛ په ګیرو ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د احد اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د لوی اختر په مناسبت د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د احد اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د نوموړې ولسوالۍ په احد کلي کې ترسره شوې، پایلوبه یې د احد اتلانو او شلګر زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې احد اتلانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او شلګر ولسوالۍ د ورزشکارانو په همغږۍ ترسره شوې او یوه میاشت یې دوام وکړ.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS