غور؛ «وي ای پي» لوبډلې د کبډي جام دویم پړاو سیالیو اتلولي وګټله
د غور ولایت د کبډي فدراسیون د دې ولایت له ورزش امریت سره په همغږۍ د کبډي دویم پړاو سیالۍ چې د څلور لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «وي ای پي» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې (وي ای پي، عقابان هریرود، پيروزي او اتصالات) لوبډلو د ۱۵ورځو لپاره سره سیالي وکړه چې تېره ورځ د وي ای پي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې وي ای پي او عقابان هریرود لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د وي ای پي لوبډلې د ۵۱-۴۳پایلې سره عقابان هریرود لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په ټوله کې د وي ای پي لوبډلې د ۱۱۶امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، عقابان هریرود ۱۱۳امتیازو په ګټلو سره دویم او پیروزي لوبډلې د ۸۶ امتیازونو په اخیستلو سره درېيم مقام ترلاسه کړه.
د دغو سیالیو موخه د کبډي ورزش وده او د غور منتخبي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو په ګوته کول دي.
په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلو ته کپونه او تقدیرنامې ورکړل شوې.a
