غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ په رستمي غېږنیونې سبک کې د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د کوهدامن او ستارګان دوو کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې کوهدامن کلب د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د غوره کورشکارانو موندل او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د تولک ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري غوره کورشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.