غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې وحدت لوبډلې خپلې سیالې میهن لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړي.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.