غور؛ تیورې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۱:۲۲
غور؛ تیورې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د والبیال فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په هماهنګۍ په تیورې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فلسـ طین په ملاتړ د والیبال لس ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې شاهین، یخن لېسه، بدر، صحت، اتحاد، عدالت، د تیورې مرکزي، ساحق، وفا او وحدت لوبډلو ګډون کړی، چې لس ورځې به روانې وي.

د سیالیو په پیل لوبه کې شاهین او یخن لېسې سره ولوبېدې، چې، لومړۍ لوبه د ۳-۲ په توپیر شاهین لوبډلې وګټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS