غور؛ دولت یار ولسوالۍ کې د ITTAF تکواندو ورزشکارانو له لوري نندارې ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ITTAF تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري په دولت یار ولسوالۍ کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزشي نندارې ترسره شوې.
دغو نندارو ته د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسولین، د یاد ولایت ITTF تکواندو فدراسیون استازي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.
د یادو سیالیو موخه د تکواندو سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې ټولو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.