غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ليګ پای ته ورسېده

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ليګ سيالۍ د صحت عامې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د صحت عامې لوبډلې خپلې امنيه قوماندانۍ لوبډلې ته د ۷/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د دولتي او غیرې دولتي ادارو کارمندانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې درې اونۍ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې د غور ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.